د افغاني سرې مياشتې په همغږۍ، پکتیکا کې ۴۰۰ داخلي بېځايه شويو کورنیو سره مرسته کېږي

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۸:۸
K

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له مشر ښاغلي فابرس واند پوت او په افغانستان کې د یادې ادارې له مشر ښاغلي محمد الشمع سره وکتل. 

کتنه کې د رواني ناروغانو درملنې، داخلي بې‌ ځایه شویو کورنیو او د وروستیو ورښتونو له امله د زیانمنو شویو وګړو د ستونزو او د هغوی د ملاتړ په اړه خبرې وشوې.

عمومي رئیس د رواني ناروغانو د درملنې او په کونړ ولایت کې زلزله ځپلو سره د ډنمارک سره صلیب له لوري د شوو مرستو مننه وکړه، د زیانمنو کورنیو په ملاتړ او لاسنیوي کې یې د هغوی رول مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د وروستیو ورښتونو او جګړو له امله زیات شمېر کورنۍ بې ځایه شوې دي او پراخو مرستو ته اړتیا لري. نوموړي د ډنمارک سره صلیب له مسؤولینو څخه هغوی ته د اړینو بشري مرستو برابرولو غوښتنه وکړه.

له بل لوري د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب مشر په بېړنیو حالاتو کې له پېښځپلو سره د افغاني سرې میاشتې د چټکو او پر وخت خدمتونو ستاینه وکړه او پکتیکا ولایت کې یې له ۴۰۰ داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو ډاډ څرګند ګړ.

دغه راز، نوموړي د افغاني سرې میاشتې په مرستونونو کې نويو ځای پر ځای شوو بې‌ سرپرسته مېرمنو ته د حرفوي زده کړو اړوند پروګرامونو برابرولو تر څنګ ژمنه وکړه، چې د کابل، هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو د رواني ناروغانو د درملنې مرکزونو د ودانیو بیارغونې په برخه کې به لازمه همکاري وکړي او همدارنګه يې ډاډ ورکړ، چې د ډنمارک سور صلیب به له افغاني سرې میاشتې سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۹:۲۸
Background image

بادغیس کې ۴۰۰ راستنو شوو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت په مرکز قلعه‌ نو ښار کې ۴۰۰ راستنو شويو کډوالو کورنيو ته غیر خوراکي بشري مرستې ووېشل شوې.

د مرستو له مخې هرې کورنۍ ته ۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۸:۴۷
Background image

پروان کې د ورښتونو له امله زیانمنو کورنیو ته د سرپناه او لومړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سرخ‌ پاسا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وروستیو ورښتونو له امله له دوو زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ غير خوراکي مرسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۸:۸
Background image

د افغاني سرې مياشتې په همغږۍ، پکتیکا کې ۴۰۰ داخلي بېځايه شويو کورنیو سره مرسته کېږي

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د اسیا او اروپا لپاره د ډنمارک د سره صلیب له مشر ښاغلي فابرس واند پوت او په. . .

BACK TO NEWS