دافغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست ریس ښاغلي شهاب الدین دلاور او مرستیال یې د نړیوال فدراسیون او د بیلګټس د بنسټ له مسؤلینو سره وکتل.

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۹:۱۰
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي الحافظ عزیز الرحمن نن پنجشنبه د ربیع الاول میاشتې پر ۱۶ مه، د بېلګېټس بنسټ د اسيايي برخې له مسؤلې آغلې اناماریا او په افغانستان کې نړیوال فدراسیون د روغتیا له مسٸول اېناک اویو شمېر نور مسٸولینو سره د روغتیايي  خدماتو د ګړندیتوب  په موخه آنلاین ناسته وکړه. 
د ناستې په پيل کې سرپرست عمومي رئیس د روغتیا په برخه کې ددې بنسټ له همېشنۍ مرستې او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د افغاني سرې مياشتې له لوري د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې د مرکزونو او خدماتو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل او دې برخه کې یې له دوی څخه د بېړنيو او اړینو مرستو غوښتنه وکړه. 
ورپسې په آسیا کې د بېلګېټس بنسټ مسؤلې او په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د روغتیا مسؤل د خپلو روغتیایي همکاریو په تړاو د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ د روغتیایې خدماتو د پراختیا او لا ښه والي په برخه کې د همکارۍ هيله څرګند کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS