بلخ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نږدې ۶۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۱
bl

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف اړوند د بېلابېلو ناحیو له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۵۹.۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۲ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود، ۸ کیلو مکروني، ۲ کیلو د رومیانو رُب، ۱ کیلو شین چای او ۲ کیلو مالګه په کې شامله وه.
د دې مرستې په ترلاسه کولو به د یادو کورنیو ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره شي.
د یادونې وړ ده، چې افغاني سره میاشت په خپل ټول توان هڅه کوي، څو له اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله د زیانمنې کورنۍ بېړنی لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د کابل ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې افغاني سرې میاشتې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل؛ د سرې میاشتې د پېنګ پانګ لوبډلې په ګډون د لس لوبډلو تر منځ سیالۍ پیل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست اړوند پېنګ پانګ لوبډلې په ګډون د پلازمېنې کابل په ملي جمنازیم کې د یو شمېر ادارو او شرکتونو د لس لوبډلو ترمنځ ۱۴م. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۱
Background image

بلخ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نږدې ۶۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف اړوند د بېلابېلو ناحیو له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۵۹.۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې. . .

BACK TO NEWS