افغاني سرې میاشتې د یوه معیوب شخص سره مرسته وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۵:۳۱
kabull

دوشنبه، ۲۷ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کابل ولایت له یوه بېوزله معیوب شخص سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرسته وکړه.
یاد شخص څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه، چې د عمومي رٸيس له لوري ورسره اړیکه ونیول شوه او د مرستې لپاره یې نن خپل دفتر ته وروغوښت.
دغه کس څو کاله وړاندې په ترکیه کې د کار پر مهال خپل ښی لاس له لاسه ورکړی او دا مهال د کار کولو توان نه لري. د هغه په وینا، کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د سرې میاشتې دا مرسته به د دوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
په ورکړل شوې مرسته کې د ۱۵ زره افغانيو سربېره، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیتره غوړي، ۲۰ کیلو وریجې، ۳۰ کیلو مکروني، ۱۰ کیلو نخود، ۸ کیلو بوره، ۲ کیلو چای، ۲ کیلو سویا، ۱۶ کیلو خرما، درې د روغتیا ساتنې او انساني کرامت بستې، یوه کمپله، دوه بوتله ظرفشوی او نور اړین توکي شامل وو.
ښاغلي دلاور د یاد شخص ستونزې له نږدې واورېدې او د راتلونکې لپاره یې د نورو مرستو ډاډ هم ورکړ.
افغاني سره میاشت وایي هڅه کوي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له بېوزلو، معیوبینو او اړمنو کورنیو سره خپلې بشري مرستې دوامداره وساتي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

بادغيس کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

سې شنبه، ٢٨ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بادغيس ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٥٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۵:۳۱
Background image

افغاني سرې میاشتې د یوه معیوب شخص سره مرسته وکړه

دوشنبه، ۲۷ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د کابل ولایت له یوه بېوزله معیوب شخص سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرسته وکړه.
یاد شخص څه موده. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۵:۱۰
Background image

افغاني سرې میاشتې پکتیا کې ۳۰۰۰ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو ته ۴۵ میلیونه افغانۍ مرسته ورکړه

يکشنبه، ٢۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتيا ولايت اړوند د ډنډِ پټان او ځاځي اريوب ولسواليو پر ٣٠٠٠ داخلي بې ځايه شوو کورنيو ۴۵ ميليونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
ياده مرسته د افغاني. . .

BACK TO NEWS