ارزګان؛ د ۱۰۰ تنو لپاره د کوچنیو کاروبارونو د مدیریت دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
شنبه، ۵ شعبان ۱۴۴۷
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۰۰ تنو ته د کوچنیو کاروبارونو او بازار موندنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
یاد ورکشاپ کې ګډونوالو ته د کاروبارونو د پیلولو د اساسي ګامونو، د محصولاتو د اغېزمنې بازارموندنې، پېرودونکو سره د ښو اړیکو جوړولو، د مالي پلان د ترتیب او د کاروباري خطرونو مدیریت په اړه هر اړخیز او مفصل معلومات ورکړل شول.
همدارنګه د ګډونوالو لپاره د سوداګریزو نوښتونو او د محلي بازارونو د اړتیاوو تحلیل په اړه هم بحثونه وشول، څو دوی وکولی شي، په خپلو سیمو کې د سوداګرۍ د ودې لپاره عملي او اغېزمن پلانونه جوړ کړي.
