کابل؛ د روغتیايي خدمتونو پراختيا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې لپاره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول
سېشنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې، د ناروې د اوسلو مرکز او د رابطه العالم الاسلامي ترمنځ د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د همکاریو لپاره دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د یوه هوکړه لیک له مخې، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د ناروې د اوسلو مرکز اجرائیوي رئیس فین جارلې روډ، د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د همکاریو هوکړه وکړه. د بل هوکړه لیک له مخې، د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، د رابطه العالم الاسلامي مرستیال سعد او د ناروې د اوسلو مرکز اجرائیوي رئیس ترمنځ د ځوانانو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې، د هغوی د خدمتونو د پیاوړتیا او ځواکمنتیا په برخه کې د همکاریو هوکړه وشوه.
د هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه اداره د رواني ناروغانو د درملنې، د قلبي روغتون له لارې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د عملیاتو او نورو روغتیايي برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي همدارنګه د افغاني سرې میاشتې په اوو سیمه ییزو زونونو کې د بې سرپرسته مېرمنو د ملاتړ او ځان بسیاینې لپاره د حرفوي زدهکړو، راستنو شویو کډوالو او د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د مرستو او په ټول هېواد کې د ثابتو روغتیايي کلينيکونو او د ګرځنده ټیمونو له لارې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه معلومات شریک کړل.
ښاغلي دلاور وویل، د نړیوالو کاري شریکانو هر ډول ملاتړ د اړمنو خلکو د لاسنیوي او د بشري خدمتونو د پراختیا په ځانګړي ډول د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې او عملیاتو او نورو روغتیايي خدمتونو د پراختیا برخه کې مهم دى.
ښاغلي روډ او ښاغلي سعد د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه وستایل او د دغې ادارې له فعالیتونو سره یې د لا زیاتو همکاریو او نړیوال ملاتړ د جلبولو لپاره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړ.
د هوکړه لیکونو د لاسلیک تر څنګ، د افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس، د ناروې د اوسلو مرکز اجرائیوي رئیس او د رابطه العالم الاسلامي مرستیال د قلبي روغتون له بېلابېلو څانګو هم ليدنه وکړه.
ياد دې وي چې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د رابطة العالم الاسلامي له مشر ښاغلي دکتور محمد بن عبد الکريم عیسی سره پرليکه مجلس هم وکړ، ښاغلي دلاور له نوموړي سره د افغاني سرې مياشتې فعاليتونه او د قلبي روغتون په اړه معلومات شريک کړل، د رابطة العالم الاسلامي مشر ښاغلي عیسی د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه هڅې وستايلې او د هوکړه ليک لاسليک یې د اړيکو او همکارۍ نوې لارې یاده کړه، او زياته یې وکړه، چې په راتلونکې کې به موږ عملي همکارۍ وکړو.
