د کارموندنې خبرتيا!
Publish Date
Closing Date
Location
سمنګان
د دندې عنوان: ولایتي روغتیایي مدیر
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: سمنګان
د بست ډول: رسمي، څلورم بست
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : HR@0293
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۸/۲/۲۷
۱۴۰۵/۵/۲۰
2026/11/Aug
دندې او مسؤولیتونه
• د ولایت په کچه ټول تخنیکي او روغتیايي پروګرامونه رهبري او همغږي کول.
• کلني، ربعوار او میاشتني پلانونه ترتیب، تطبیق او تعقیبول.
کیفیت او څارنه
• د پروګرامونو کیفیت تضمینول او د تخنیکي معیارونو د رعایت څارنه کول.
• د Fixed Clinics، MHT، PHIE، CBHFA، WASH، Nutrition، MHPSS او نورو سیمه ییرو فعالیتونو منظم نظارت ترسره کول.
• د HMIS او DHIS2 راپورونو کیفیت تضمینول او د معلوماتو پر بنسټ پرېکړې کول.
انساني سرچینې او ظرفیت جوړونه
• د روغتیايي کارکوونکو او رضاکارانو تخنیکي ملاتړ، روزنه او ظرفیت لوړول.
بیړنی غبرګون او اپیدیمي کنټرول
• د ناروغیو د څارنې او اپیدیمي غبرګون برخه کې همغږي کول.
• د بېړنیو حالاتو لپاره پلان جوړول او د پېښو پر مهال د غبرګون فعالتونه رهبري کول.
منابع او مالي څارنه
• د درملو، طبي تجهیزاتو او مصرفي موادو مدیریت او څارنه کول.
• د بودیجې د مصرف څارنه او د هغې د اغېزمنتیا ارزونه ترسره کول.
حساب ورکونه، شفافیت او محافظت
• د داخلي کنټرول، حساب ورکونې، د معلوماتو محرمیت او Data Protection رعایتول.
• د Protection، Gender او Inclusion اصولو، Safeguarding او Child Protection پالیسۍ تطبیقول.
همغږي او استازیتوب
• د عامې روغتیا ریاست او نورو شریکانو سره مؤثره همغږي او په تخنیکي غونډو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې استازیتوب کول.
اصلي وړتیاوې او د فعالیت معیارونه.
اصلي وړتیاوې
• رهبري او ستراتیژیک فکر
• تصمیم نیونه او د ستونزو حل
• اغېزمنه اړیکه او همغږي
• ټیم جوړونه او مدیریت
• راپور لیکنه او د معلوماتو تحلیل
• حساب ورکونه او مسلکي اخلاق
د دندې شرایط:
زده کړې
• د معالجوي طب برخه کې د لیسانس سند لرلو تر څنګ د اګزېټ ازموینه یې په بریالیتوب سره ور کړې وي.
کاري تجربه
• لږ تر لږه درې کاله د روغتیايي پروګرامونو په مدیریت کې عملي تجربه درلودل.
تخنیکي پوهه او مهارتونه
• د عامې روغتیا وزارت، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او نړیوالو بشردوستانه معیارونو په اړه پوهه درلودل.
• د پروژې د مدیریت په برخه کې بشپړه پوهه درلودل.
• د بودیجې، تدارکاتو، لوژستیک او مالي مدیریت په اړه تجربه درلودل.
• د HMIS، DHIS2، ډیټا تحلیل او راپور لیکنې قوي مهارت درلودل.
• د Microsoft Office او انټرنېټ بشپړ مهارت درلودل.
ژبې او نور شرایط
• په پښتو او دري ژبو د خبرو او لیکلو وړتیا درلودل؛ په انګلیسي ژبه پوهېدل امتیاز ګڼل کېږي.
• د سیمه ییزو سفرونو لپاره بشپړ چمتووالی درلودل.
• د افغاني سرې میاشتې اصولو او Code of Conduct ته ژمنتیا درلودل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.