#ننګرهار ولایت کې د یوې اړمنې کورنۍ سره شل زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه!

arcs_website_admin
Mon, Mar 17 2025 6:49 PM
خبر

#ننګرهار ولایت کې د یوې اړمنې کورنۍ سره شل زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه!

 نن دوشنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۷مه، د #افغاني_سرې_میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د سراچې سیمې په نغلو کلي کې له هغې اړمنې او بې وزلې کورنۍ سره د شل زره (۲۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه چې په ټولنيزه رسنۍ (فسبوک) کې يې د غربت او سخت اقتصادي حالت په اړه يوه ويډيو خپره شوې وه  چې پکې يوې مېرمنې د خپل ژوند د ستونزو, د کورنۍ د سرپرشت نشتون، درې ځوانو بچيانو د ځواني مرګۍ او د اولادونو لپاره د نفقې برابرولو د توان نه لرلو  په اړه فرياد کړى وه.
د يادې موضوع په اړه د خبرېدو سره سم د افغاني سرې مياشتې  د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور په حکم د يادې کورنۍ د اقتصادي وضعيت تر ارزونې وروسته له دوى سره شل زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره او په راتلونکي کې  د لا ډېرو مرستو او همکاريو ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Sat, Jun 27 2026 12:05 PM
Background image

Kabul: Exam Held for Community Health and First Aid Trainer Position

Saturday, June 27, 2026

 

A written exam was held at the central headquarters of the ARCS to recruit a qualified and professional candidate for the position of Community Health and. . .

Thu, Jun 25 2026 5:06 PM
Background image

ARCS and IFRC Discuss Implementation of Four-Year Health Project

Thursday, June 25, 2026

 

In the presence of Mawlawi Rohullah Abdul Salam, Under-Secretary General for Operational Affairs of the ARCS, Dr. Abdullah Irfan, Director of Health Services. . .

Wed, Jun 24 2026 8:55 PM
Background image

Baghlan: 13 Flood-Affected Families Receive AFN 390,000 in Cash Assistance

Wednesday, June 24, 2026

 

The ARCS provided AFN 390,000 in cash assistance to 13 families in Puli Khumri, the provincial capital, and Khinjan District of Baghlan Province who. . .

BACK TO NEWS