غزني؛ ۲۵ رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د وېش شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
Mon, Sep 28 2026 12:29 PM
G

دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نمایندګۍ کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو وېش تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزمن غبرګون، عملي پلان جوړونې، د زیانمنو وګړو د ژغورنې، د نغدو پیسو د خوندي لېږد او شفاف وېش په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.

همدارنګه، ګډونوالو ته په ناورینونو کې له زیانمنو وګړو سره پر وخت او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هم اړین معلومات ورکړل شول.

د دې ورکشاپ موخه دا وه، چې رضاکاران په بېړنیو حالاتو کې زیانمنو هېوادوالو ته د چټکو او مسلکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لا ډېر چمتو شي.

افغاني سره میاشت د رضاکارانو د مسلکي ظرفیت لوړولو له لارې د ناورینونو پر وړاندې د چمتووالي او پر وخت بشري غبرګون د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 12:31 PM
Background image

Ghazni: Six-Day Training Workshop on Disaster Management and Cash Distribution Concludes for 25 Volunteers

Monday, September 28, 2026

 

A six-day training workshop on disaster management and cash distribution for 25 volunteers concluded with the distribution of certificates at the ARCS. . .

Mon, Sep 28 2026 12:27 PM
Background image

Maidan Wardak: Health Kits Provided to 270 Families Affected by Recent Rains

Monday, September 28, 2026

 

The ARCS provided health kits to 270 families affected by the recent rains in Maidan Shahr, the provincial capital, and the districts of Jalrez, Nirkh,. . .

Mon, Sep 28 2026 9:38 AM
Background image

Kabul: ARCS General President Visits Cardiac Hospital

Monday, September 28, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, visited the organization’s Cardiac Hospital, which provides treatment to children. . .

BACK TO NEWS