کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون له چارو څخه لیدنه وکړه

arcs_website_admin
Mon, Sep 28 2026 9:35 AM
K

دوشنبه، ۱۵ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د دې ادارې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي دلاور د روغتون بېلابېلې برخې وکتلې، د ناروغانو د درملنې بهیر یې له نږدې وڅاره او د روغتیاپالانو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

نوموړي روغتیاپالانو ته سپارښتنه وکړه چې د ناروغانو د لا ښه خدمت، د درملنې د کیفیت د لوړولو او له مراجعینو سره د ښه چلند په برخه کې لا ډېر پام وکړي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لا ښه والي او د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر د پیاوړتیا پر دوام ټینګار وکړ.

افغاني سره میاشت د زړه سوري لرونکو ماشومانو لپاره د تخصصي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د هغوی د درملنې د بهیر د لا ښه کېدو لپاره د اړینو امکاناتو او خدمتونو پراختیا ته پاملرنه کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 9:38 AM
Background image

Kabul: ARCS General President Visits Cardiac Hospital

Monday, September 28, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, visited the organization’s Cardiac Hospital, which provides treatment to children. . .

Sun, Sep 27 2026 2:10 PM
Background image

Helmand: 105 Students Graduate from Training Center

Sunday, September 27, 2026

 

The ARCS graduated 105 students from its Youth and Volunteers Training Center in Helmand Province after they successfully completed their studies.

The. . .

Sun, Sep 27 2026 1:42 PM
Background image

Paktia: AFN 3.2 Million Water Canal Project Handed Over for Use

Sunday, September 27, 2026

 

The ARCS has completed a water canal project worth AFN 3.2 million in Gul Ghundai village of Zazi Aryob District, Paktia Province, and has handed it over. . .

BACK TO NEWS