کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
Tue, Aug 18 2026 1:54 PM
K

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې مېرمنې ۱۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې.

دغه نغدي مرسته د مېرمنو او د هغوی د کورنیو د خوراکي توکو د کمښت ستونزو او اقتصادي فشار د کمولو په موخه ترسره شوه.

ټاکل شوې ده، چې د همدې پروګرام په چوکاټ کې به په راتلونکو دوو میاشتو کې هم یادو مېرمنو ته ورته نغدي مرسته ووېشل شي.

افغاني سره میاشت د بشري مرستو د پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې د اړمنو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره او د خوړو د خوندیتوب او اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

Latest news

Thu, Oct 08 2026 1:19 PM
Background image

Panjshir: 19 Tons of Food Assistance Distributed to 250 Returnee Families

Thursday, October 8, 2026

 

The ARCS distributed 19 tons of food assistance to 250 returnee families in the provincial capital and the districts of Shotul, Rokha, Anaba, and Hesa-e. . .

Thu, Oct 08 2026 12:41 PM
Background image

Kabul: Continued IFRC Support for Professional Training of ARCS Staff Emphasized

Thursday, October 8, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, met with Hossam Faysal, Head of the IFRC Delegation in Afghanistan, to discuss. . .

Wed, Oct 07 2026 2:07 PM
Background image

Ghazni: Four-Day Workshop on Safer Access and Volunteer Management Concludes for 50 Volunteers

Wednesday, October 7, 2026

 

A four-day training workshop on safer access and volunteer management for 50 volunteers concluded at the ARCS provincial branch in Ghazni Province with. . .

BACK TO NEWS