لغمان؛ پر ۳۵ سېلابځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول
شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې پر ۳۵ سېلاب ځپلو کورنیو ۳۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول.
په هر خوراک کې یو پارسل وریجې او یوه ګرمه ډوډۍ شامله وه.
ياده مرسته د سېلاب ځپلو کورنيو د بېړنيو خوراکي اړتياوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم پر همدې ۳۵ سېلاب ځپلو کورنیو ۳۰۰ ډوډۍ، ۶ کارتنه قیماق او ۱۲ کارتنه مُربا وېشل شوي وو.
