کونړ؛ د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

arcs_website_admin
Tue, Jul 21 2026 7:36 PM
K

سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د سهیل تنګي په سیمه کې ۱۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.

یاده پروژه د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې موخه یې هغو زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د خوندي او دایمي سرپناه برابرول دي، چې د زلزلې له امله یې کورونه، شتمنۍ او د ژوند لومړني امکانات له لاسه ورکړي دي.

د دې پروژې ټولیز لګښت ۸۸ میلیونه افغانۍ دی، چې د هر استوګنیز کور د جوړولو لپاره ۵۵۰ زره افغانۍ ځانګړې شوې دي.

ټاکل شوې ده، چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به ۱۶۰ زلزله‌ځپلې کورنۍ د خوندي او دایمي سرپناه لرونکې شي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د بیارغونې او سرپناه د پروګرامونو له لارې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د خوندي استوګنې زمینه برابره او د هغوی د ژوند د بېرته عادي کېدو ملاتړ وکړي.

Latest news

Wed, Jul 22 2026 8:03 PM
Background image

Kandahar: 400 Vulnerable Women Receive AFN 4 Million in Cash Assistance

Wednesday, July 22, 2026

 

The ARCS distributed AFN 4 million in cash assistance to 400 vulnerable women in District 9 of Kandahar City during the third phase of the assistance. . .

Wed, Jul 22 2026 7:57 PM
Background image

Helmand: Four-Day Capacity-Building Workshop Concludes for Control Officers

Wednesday, July 22, 2026

 

The ARCS concluded a four-day capacity-building workshop for control officers from the provincial branches of Helmand, Kandahar, Uruzgan, and Zabul with the. . .

Wed, Jul 22 2026 5:38 PM
Background image

Kabul: ARCS, ICRC, and IFRC Discuss Expanding Humanitarian Cooperation

Wednesday, July 22, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, and Vice President Hafiz Azizur Rahman met with Johannes Bruwer, Head of the ICRC. . .

BACK TO NEWS