کابل؛ په کندهار کې د افغاني سرې میاشتې ۸۷۲۱.۵۶ متر مربع ځمکه مزایدې ته وړاندې شوه

arcs_website_admin
Thu, Jul 16 2026 1:51 PM
K

پنجشنبه، ۱ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کندهار ښار د څلورمې ناحیې، احمد شاهي سړک، دویم بلاک کې موقعیت لرونکې ۸۷۲۱.۵۶ متر مربع ځمکه د ۲۵ کلنې پانګونې په موخه مزایدې ته وړاندې شوه.

د مزایدې غونډه، چې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د تدارکاتو او تهیه آمریت له لوري تنظیم شوې وه، د څلورو ودانیزو شرکتونو استازو په کې ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده، چې د داوطلبو شرکتونو د اسنادو له ارزونې او کره کتنې وروسته، د یادې ځمکې قرارداد د نافذه شرایطو له مخې هغه شرکت ته وسپارل شي، چې تر ټولو لوړ نرخ یې وړاندې کړی وي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د خپلو شتمنیو د اغېزمن مدیریت او پانګونې له لارې مالي سرچینې پیاوړې او د بشري خدمتونو د دوام او پراختیا لپاره لا زیات امکانات برابر کړي.

Latest news

Sat, Sep 12 2026 6:08 PM
Background image

Helmand: Non-Food Assistance Provided to Family Affected by Fire

Saturday, September 12, 2026

 

The ARCS provided non-food assistance to a family affected by a fire in the Tortang area of Lashkar Gah, the capital of Helmand Province.

The. . .

Sat, Sep 12 2026 4:17 PM
Background image

Kabul: Training Workshop Begins on Basic Healthcare Support for Patients’ Lives

Saturday, September 12, 2026

 

A five-day training workshop titled “Basic Healthcare Support for Patients’ Lives” has begun at the central headquarters of the ARCS.

The workshop is. . .

Sat, Sep 12 2026 9:32 AM
Background image

Bamyan: Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS

Saturday, September 12, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 3,339 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

BACK TO NEWS