هرات؛ د حرفوي زده کړو استادانو او زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

arcs_website_admin
Wed, Jul 01 2026 7:34 PM
 H

چهارشنبه، ۱۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د حرفوي زده کړو د مرکزونو ۴ ښځینه استادانو او ۵۰ تنو زده‌ کوونکو ته ۳۹۵ زره افغانۍ ووېشل شوې.

په دې مرسته کې د استادانو معاشونه او د زده‌ کوونکو د ترانسپورټ لګښتونه شامل وو، څو د حرفوي زده کړو بهیر په منظم ډول دوام ومومي.

ټاکل شوې ده، چې یاد زده‌ کوونکي به د شپږ میاشتنیو حرفوي زده کړو له بشپړولو وروسته د خیاطۍ په برخه کې د ترلاسه شویو مهارتونو پر مټ د کار او عاید زمینه برابره او د خپلو کورنیو د معیشت په ښه والي کې ونډه واخلي.

دغه پروګرام، چې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ پلي کېږي، موخه یې د حرفوي مهارتونو لوړول، د کوچنیو معیشتي فعالیتونو پیاوړتیا او د اړمنو کورنیو لپاره د عاید د دوامدارو سرچینو برابرول دي.

Latest news

Wed, Jul 01 2026 8:26 PM
Background image

Herat: 395,000 Afghanis Distributed to Vocational Training Instructors and Trainees

Wednesday, July 1, 2026

 

The ARCS distributed 395,000 Afghanis to four female vocational training instructors and 50 trainees at vocational training centres in the Shindand and. . .

Wed, Jul 01 2026 5:52 PM
Background image

Baghlan: Non-Food Assistance Provided to Fire-Affected Family

Wednesday, July 1, 2026

 

The ARCS provided non-food assistance to a family whose home was affected by a fire in Pul-e-Khumri, the capital of Baghlan Province.

The assistance was. . .

Wed, Jul 01 2026 5:15 PM
Background image

Kabul: ARCS Leadership Holds Administrative Meeting

Wednesday, July 1, 2026

 

An administrative coordination meeting was held under the leadership of Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, with the. . .

BACK TO NEWS