کابل؛ افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د څلور کلنې روغتیايي پروژې پر پلي کېدو خبرې وکړې

arcs_website_admin
Thu, Jun 25 2026 3:06 PM
K

پنجشنبه، ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د روغتیايي خدمتونو رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عرفان او د ننګرهار، کونړ او بغلان ولایتي نمایندګیو د مسؤولینو په حضور کې د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له استازي سره د اوبو، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو د څلور کلنې پروژې د پلي کېدو په اړه د همغږۍ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له دوامدار ملاتړ او همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، چې د نړیوالو شریکانو همکاري د بشري خدمتونو د لا اغېزمن تطبیق او پراختیا لپاره ځانګړی اهمیت لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د اوبو، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو نوې څلور کلنه پروژه به د خلکو د روغتیايي وضعیت په ښه والي، د ناروغیو په مخنیوي او د بنسټیزو روغتیايي او چاپېریالي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو رئیس د اوبو، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو په برخه کې د پخوانۍ پروژې د لاسته راوړنو او تجربو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې نوې پروژه به د مخکینۍ پروژې د بریالیو پایلو پر بنسټ پلي شي، څو لا ډېرې اړتیا لرونکې کورنۍ تر خپل پوښښ لاندې راولي.

هغه د پروژې د بریالي تطبیق، د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو او د خدمتونو د اغېزمنتیا لپاره د مرکزي دفتر، ولایتي نمایندګیو او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون ترمنځ پر دوامدارې همغږۍ ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې دغه څلور کلنه پروژه د فینلنډ سره صلیب په مالي ملاتړ د ننګرهار، کونړ او بغلان ولایتونو کې پلي کېږي او موخه یې د اوبو، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ښه کول او د زیانمنو ټولنو د روغتیايي وضعیت پیاوړتیا ده.

Latest news

Thu, Jun 25 2026 5:06 PM
Background image

ARCS and IFRC Discuss Implementation of Four-Year Health Project

Thursday, June 25, 2026

 

In the presence of Mawlawi Rohullah Abdul Salam, Under-Secretary General for Operational Affairs of the ARCS, Dr. Abdullah Irfan, Director of Health Services. . .

Wed, Jun 24 2026 8:55 PM
Background image

Baghlan: 13 Flood-Affected Families Receive AFN 390,000 in Cash Assistance

Wednesday, June 24, 2026

 

The ARCS provided AFN 390,000 in cash assistance to 13 families in Puli Khumri, the provincial capital, and Khinjan District of Baghlan Province who. . .

Wed, Jun 24 2026 8:33 PM
Background image

Takhar: AFN 120,000 in Cash Assistance Provided to Four Flood-Affected Families

Wednesday, June 24, 2026

 

The ARCS provided AFN 120,000 in cash assistance to four families in various areas of Takhar Province that suffered human and financial losses due to recent. . .

BACK TO NEWS