روژه او د بېوزلو لاسنيوى؛ کابل کې ۲۵۰ کورنیو ته شاوخوا ۱۹ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

arcs_website_admin
Wed, Feb 25 2026 9:52 AM
k

چهارشنبه، ۸ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري نن یو ځل بیا مرکزي مرستون کې پر ۲۵۰ اړمنو، بې سرپرسته او معلولینو لرونکو بېوزلو کورنیو ۱۹.۲۵۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. 
دغه مرسته د روژې مبارکه میاشت کې د مستحقو کورنیو د خوراکي ستونزو د کمولو په موخه د ترکیې د سرې میاشتې په مالي ملاتړ چمتو شوې وه.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، په افغانستان کې د ترکیې د سفیر مرستیال ښاغلي بلال امره بيرال او د ترکيې سرې میاشتې مسؤول ښاغلي نعیم الله کريمي حضور درلود.
 عمومي رئیس د ترکیې سرې میاشتې د بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل، ترکیې له اوږدې مودې راهیسې تل په ستونزمنو حالاتو کې له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې او همکارۍ کړې دي.
 نوموړي زیاته کړه چې افغاني سره میاشت هڅه کوي؛ څو له خپلو کاري شریکانو سره په همغږۍ د هېواد نورو اړمنو او بې وزلو کورنیو ته هم مرستې برابرې کړي.
له بل لوري په افغانستان کې د ترکیې د سفیر مرستیال هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې د روژې مبارکې میاشتې په درناوي او د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو پر بنسټ ترکیه له اړمنو افغانانو سره خپلې بشري مرستې دوامدارې ساتي. هغه زیاته کړه چې د ترکیې دولت او ولس د افغانانو ستونزې خپل ستونزې ګڼي او هڅه کوي څو په بېلابېلو برخو کې د مرستو او همکاریو لړۍ لا پراخه کړي.
په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې مسٶول وویل: د ترکیې سره میاشت به له افغان ولس سره خپلې بشري مرستې جاري وساتي او هڅه به وکړي څو راتلونکي کې له افغاني سرې میاشتې سره په ګډه لا ډېرې اړمنې او بې وزله کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي. 
د یادونې وړ ده، چې وېشل شوې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۴ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره او یوه کیلو خرما شامله وه.

Latest news

Thu, Sep 24 2026 1:22 PM
Background image

Baghlan: AFN 1.845 Million Distributed to 117 Workers under Cash-for-Work Project

Thursday, September 24, 2026

 

The ARCS distributed AFN 1,845,000 to 117 skilled and unskilled workers in the Anarkhil area of Central Baghlan District, Baghlan Province, as payment. . .

Thu, Sep 24 2026 11:07 AM
Background image

Kabul, Badghis: 258 Students Graduate from Training Centers

Thursday, September 24, 2026

 

The ARCS graduated 138 students from the Youth and Volunteers Training Center of Hesa-e-Awal Khair Khana in Kabul Province and 120 students from its. . .

Thu, Sep 24 2026 7:16 AM
Background image

Over 18,000 Patients Receive Health Services in Herat

Thursday, September 24, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 16,586 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

BACK TO NEWS