د روژې په مناسبت؛ پکتیکا کې پر ۴۰۰ اړمنو کورنیو ۳۸.۲ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه
یکشنبه، ۵ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت، نعمت آباد ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۳۸.۲ ټنه خوراکي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۵.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، مالګه، خُرما او شین چای شامل وو.
دغه مرسته به د روژې په مبارکه میاشت کې د یادو کورنیو د لومړنیو خوراکي اړتیاوو په پوره کېدو کې اغېزمنه ثابته شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د بشري مرستو د پراختیا له لارې د اړمنو او بېوزلو کورنیو اړتیاوو ته پر وخت ځواب ووایي.
