بلخ؛ د ازبکستان ۴۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

arcs_website_admin
Tue, Dec 30 2025 4:31 AM
بلخ؛ د ازبکستان ۴۰۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه

سې شنبه، ٩ رجب ۱۴۴۷
د ازبکستان هېواد له لوري را استول شوې ۴۰۰ ټنه د خوراکي توکو او طبي درملو بشري مرسته په بلخ کې د يوې غونډې پر مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوه. غونډه کې د بلخ والي ښاغلي الحاج ملا محمد يوسف وفا، د افغاني سرې میاشتې د شمال زون رئيس ښاغلي ملا محمد حنيف خالد، د نمايندګۍ رئيس قاري محمد يونس معصومي، د ازبکستان د جمهور رئيس ځانګړي استازي ښاغلي عصمت الله ايرګشوف، د ياد هېواد د سرخان دريا ولايت والي الوغ بيګ قاسموف او يو شمېر نور ولايتي چارواکو ګډون درلود.
د بلخ والي په خپلو خبرو کې وويل، ازبکستان له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره يې د طبيعي او غير طبيعي پېښو پر مهال دوامداره بشري مرستې ترسره کړي دي. نوموړي په نننۍ مرسته د ازبکستان له حکومت او راغلي پلاوي مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دا ډول همکارۍ د افغان ولس لپاره ډېر ارزښت لري.
ورپسې د ازبکستان د جمهور رئيس ځانګړي استازي په خپلو څرګندونو کې ډاډ وښود، چې هېواد يې په بېړنيو حالاتو کې تل د افغانانو سره خواخوږي ښودلې او د ورته بشري مرستو د پراختيا برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د افغاني سرې میاشتې د شمال زون رئيس په خپلو خبرو کې وويل، چې د سرې مياشتې د مشرتابه د لارښوونې او د يوې شفافې پروسې له مخې به ياده مرسته پر مستحقو، اړمنو او پېښځپلو هېوادوالو ووېشل شي. هغه ټينګار وکړ، چې افغاني سره مياشت هڅه کوي، څو د هېواد په کچه بشرپاله مرستې د خلکو اړتياوو ته په کتو په عادلانه ډول ووېشي.
په مرسته شوو توکو کې ٩۶ ټنه اوړه، ٢٢ ټنه وريجې، ٢٢ ټنه بوره، ٢٠٠٠٠ لېتره غوړي، ۴۰ ټنه مکروني، ٢٠٠٠٠ قطۍ د غوښې کانسرو، ١٨٠٠٠٠ خوراکه ګرمه غذا او ۱۶۹ ټنه  بېلابېل طبي درمل شامل وو.

Latest news

Sat, Sep 26 2026 7:16 AM
Background image

Farah: First Aid Kits Distributed to 40 Volunteers

Saturday, September 26, 2026

 

The ARCS distributed first aid kits to 40 male and female volunteers in Pusht-e-Koh District of Farah Province. Each volunteer received one first aid. . .

Sat, Sep 26 2026 7:10 AM
Background image

Kunduz: AFN 3.4 Million Paid to 213 Workers under Cash-for-Work Project

Saturday, September 26, 2026

 

The ARCS paid AFN 3.4 million to 213 skilled and unskilled workers in Kala-e-Gaw and Boz Qandahari villages in Kunduz City under a cash-for-work project. . .

Thu, Sep 24 2026 1:22 PM
Background image

Baghlan: AFN 1.845 Million Distributed to 117 Workers under Cash-for-Work Project

Thursday, September 24, 2026

 

The ARCS distributed AFN 1,845,000 to 117 skilled and unskilled workers in the Anarkhil area of Central Baghlan District, Baghlan Province, as payment. . .

BACK TO NEWS