د افغاني سرې میاشتې له لوري بغلان کې ۲۰۰ نورو کورنیو ته هم د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
Wed, Dec 15 2021 9:20 PM
جمعیت هلال احمر افغانی به تعقیب مساعدت های خویش در ولایت بغلان برای ۲۰۰ فامیل مواد خوراکی مساعدت نمود!

نن د روان ۱۴۰۰لمریز کال د لیندۍ پر ۲۴مه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له هغو ۶۰۰ کورنیو ۲۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه، چې څه موده مخکې د افغاني سرې میاشتې د سروې د ټیم له لوري د وچکالۍ ځپلو د سروې په ترڅ کې یې سروې شوې وه. یاده مرسته نن د شمال ختیځ زون لپاره د سرې میاشتې د رییس انجینر احمد فرید، په بغلان ولایت کې د سرې میاشتې د رییس ډاکتر جان محمد او یو شمېر نورو کارکوونکو په شتون کې وویشل شوه. ټاکل شوې، چې په یاده ولسوالۍ کې پاتې ۴۰۰ نورو سروې شویو کورنیو ته به هم زر یاده مرسته وویشل شي.

څلور ورځې وړاندې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بغلان  ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د بېخ او شاوخوا نورو کلیو ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته ویشل شوې وه. په یادو مرستو کې ۸ قلمه خوراکي توکي شامل دي، چې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۱ کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا ، ۲ کیلو مالګه او یو ډبی BP5 بیسکویټ  شامل دي، چې د سره صلیب او سرو میاشتو نړېوال فدرېشن په مرسته چمتو شوي.

Latest news

Sat, Aug 01 2026 9:07 AM
Background image

Kapisa: Health Services Provided to Thousands of Patients Over the Past Month

Saturday, August 1, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 3,528 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Thu, Jul 30 2026 1:49 PM
Background image

Bamyan: Cash Awards Presented to 12 Volunteer Instructors

Thursday, July 30, 2026

 

The ARCS presented cash awards and certificates of appreciation to 12 volunteer instructors at the Youth and Volunteers Training Center of its Bamyan. . .

Thu, Jul 30 2026 1:41 PM
Background image

Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS in Parwan

Thursday, July 30, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 4,042 outpatients (OPD) across various districts and villages in Parwan. . .

BACK TO NEWS