د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د سره صلیب د نړیوالې کمیټې او د ملې ټولنو د نړیوال فدراسیون ترمنځ د غورځنګ د همغږۍ هوکړه لیک!

arcs_website_admin
Tue, Mar 02 2021 7:28 PM
د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د سره صلیب د نړیوالې کمیټې او د ملې ټولنو د نړیوال فدراسیون ترمنځ د غورځنګ د همغږۍ هوکړه لیک!

د مرستو او همغږۍ دری اړخیزه هوکړه لیک د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرترجنرالې آغلې ډاکترنیلاب مبارز، په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د رئیس ښاغلي خوان پیدرو او په کابل کې د سره صليب او سرې میاشتې د نړيوال فدراسیون د مشر ښاغلي پیرکریمر له لوري د یادو ادارو د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې؛ نن سې شنبه د روان ۱۳۹۹ کال د کب پر ۱۲ نیټه لاسلیک شو. چې ورپسې د مرستو او همغږۍ کاري چارچوکاټ هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې او نړیوال سره صلیب د مسؤلینو له لوري لاسلیک شو.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې سکرترجنرالې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز په خپلو خبرو کې وویل:« د افغاني سرې میاشتې ټولنه د هغه باور پر مټ چې د کورنیو ښکیلو لوریو په منځ کې یې ترلاسه کړی دی، هر کال د هیواد په څلوردیرش ولایتونو کې د رضاکارانو، روغتیایي مرکزونو او استازولیو له لارې د هیواد یو لوی شمېر وګړو ته خپل بشرپاله خدمتونه وړاندې کوي او د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د طبیعي او غیر طبیعي پیښو زیانمنو ته بشرپاله مرستې رسوي».
په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سکرترجنرالې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، په افغانستان کې د نړویوال سره صلیب او د ملي ټولنې د نړیوال فدراسیون د رئسانو له لوري د رسنیو پوښتونو ته ځوابونه او مالومات ورکړل شول.

Latest news

Sat, Aug 01 2026 9:07 AM
Background image

Kapisa: Health Services Provided to Thousands of Patients Over the Past Month

Saturday, August 1, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 3,528 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Thu, Jul 30 2026 1:49 PM
Background image

Bamyan: Cash Awards Presented to 12 Volunteer Instructors

Thursday, July 30, 2026

 

The ARCS presented cash awards and certificates of appreciation to 12 volunteer instructors at the Youth and Volunteers Training Center of its Bamyan. . .

Thu, Jul 30 2026 1:41 PM
Background image

Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS in Parwan

Thursday, July 30, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 4,042 outpatients (OPD) across various districts and villages in Parwan. . .

BACK TO NEWS