د جنسیتي تاوتریخوالي پروړاندې د کابل ښار د بیلابیلو ناحیو، ولسوالیو او کلیو د مشرانو لپاره ښوونیز ورکشاپ!

arcs_website_admin
Mon, Dec 21 2020 3:09 PM
د جنسیتي تاوتریخوالي پروړاندې د کابل ښار د بیلابیلو ناحیو، ولسوالیو او کلیو د مشرانو لپاره ښوونیز ورکشاپ!

د کابل ښار په بیلابیلو ناحیو، ولسوالیو  او کلیو مشرانو ته د جنسیتي تاوتریخوالي په اړه یوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون په تخنیکي او د کویټ سرې میاشتې په مالي مرسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرټرجنرال د مرستیال ښاغلي نوروزعلي علیزاده او کابل مرستون د ریس ښاغلي محمد سلیم وردک په حضور کي، د روان ۱۳۹۹ کال د مرغومي پر لومړۍ نیټه په کابل مرستون کې پرانیستل شو.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرټرجنرال مرستیال ښاغلي علیزاده صاحب په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ او له مشرانو څخه یې هیله وکړه، چې د مېرمنو د پرځان بسیایني پروژو په پلي کیدو کې اړینې مرستې وکړي؛ ترڅو له همدې لارې، له جنسیتي توپیر پرته د یادو پروژو څخه ګټه اخیستونکي خپلې اقتصادي خپلواکۍ ته ورسیږي.
د یادونې وړ ده چې د میرمنو د پرځان بسیایني ۵۵ ډوله پروژې څه موده وړاندې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د سرې میاشتې له لوري پر لار اچول شوي دي، چې له لارې به یي هغه بې وزله، کونډې او اړې میرمنې چې د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د کار او عاید څښتنې شي. 
د ورکشاپ غړو مشرانو د یادو پروژو د پلي کیدو او شفافیت څخه ډاډ ورکړ او همدارنګه یې د کابل په بیلابیلو سیمو کې د اړمنو وګړو لپاره د لا نورو پروژو غوښتنه وکړه.

Latest news

Sat, Aug 01 2026 9:07 AM
Background image

Kapisa: Health Services Provided to Thousands of Patients Over the Past Month

Saturday, August 1, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 3,528 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Thu, Jul 30 2026 1:49 PM
Background image

Bamyan: Cash Awards Presented to 12 Volunteer Instructors

Thursday, July 30, 2026

 

The ARCS presented cash awards and certificates of appreciation to 12 volunteer instructors at the Youth and Volunteers Training Center of its Bamyan. . .

Thu, Jul 30 2026 1:41 PM
Background image

Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS in Parwan

Thursday, July 30, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 4,042 outpatients (OPD) across various districts and villages in Parwan. . .

BACK TO NEWS