د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او کاري شريکانو ترمنځ د همغږۍ د کچې لوړولو او بشري مرستو د جلب په موخه انلاين ناسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
Wed, Mar 26 2025 1:18 PM
خبر

د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او کاري شريکانو ترمنځ د همغږۍ د کچې لوړولو او بشري مرستو د جلب په موخه انلاين ناسته ترسره شوه!

 د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور، د نوموړي مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن او سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د نړيوال فدراسيون د مسٸول ښاغلي احمد سليمان او د ستراتيژيکي همغږۍ او دېپلوماسۍ د مسٸولې اغلې هُما نادر په شتون کې د  ۴۷ نړيوالو کاري شريکانو سره نن چهارشنبه د رمضان میاشتې پر ٢۶مه، د انلاين ناستې په ترڅ کې له افغاني سرې مياشتې د دوامداره ملاتړ، د همغږۍ د کچې لوړولو، اړمنو، بې سرپرسته کورنيو، ناروغانو او راستنېدونکو کډوالو د لاسنيوي په پار د بشري مرستو د جلب او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په تړاو کتنه وکړه.
د ناستې په پيل کې سرپرست عمومي رئیس د افغاني سرې مياشتې له لوري د هېواد په کچه د ترسره کېدونکو بشرپالو، روغتيايي او ښوونيزو فعاليتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د تېرو څو لسيزو ناخوالو او اقتصادي ستونزو له امله افغان ولس ډېر زيانمن شوى او د ملي ټولنو او نړيوالو کاري شريکانو په شمول دا زمونږ ګډ مسٸوليت دى څو د افغان وګړو پراخ لاسنيوى وکړو.
دا راز ښاغلي دلاور له کاري شريکانو د مرستونونو، روغتيايي ثابتو کلينيکونو او ګرځنده ټيمونو د پراختيا، د سوري زړه پر رنځ د اخته ناروغانو د درملنې، راستنيدونکو کډوالو ته د بېرنيو مرستو د چمتو کولو او بې سرپرسته کورنيو ته د دوى د ځان بسياينې په موخه د کوچنيو کاروبارونو د رامنځته کولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې مرستې به مو په پوره شفافيت تر مستحقو وګړو رسوي.
ورپسې په افغانستان کې د آى سي آر سي نړيوالې کمېټې، نړيوال فدراسيون او په ناسته کې د ګډونوالو ملي ټولنو استازو د افغاني سرې مياشتې د بشرپاله فعاليتونو ستاينه وکړه او له دې خيريه ملي ټولنې يې د دوامداره ملاتړ په تړاو د ژمنتيا څرګندولو  ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د سرپرست عمومي رئیس له لوري وړاندې شويو موضوعاتو ته د رسېدنې په برخه کې به خپلې ګډې هڅې او همکارۍ و نه سپموي.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 2:10 PM
Background image

Helmand: 105 Students Graduate from Training Center

Sunday, September 27, 2026

 

The ARCS graduated 105 students from its Youth and Volunteers Training Center in Helmand Province after they successfully completed their studies.

The. . .

Sun, Sep 27 2026 1:42 PM
Background image

Paktia: AFN 3.2 Million Water Canal Project Handed Over for Use

Sunday, September 27, 2026

 

The ARCS has completed a water canal project worth AFN 3.2 million in Gul Ghundai village of Zazi Aryob District, Paktia Province, and has handed it over. . .

Sun, Sep 27 2026 12:54 PM
Background image

Kabul: Medical Consumables Worth AFN 150,000 Handed Over to ARCS Cardiac Hospital

Sunday, September 27, 2026

 

Al-Hayat Medical Company has handed over medical consumables worth AFN 150,000 to the ARCS Cardiac Hospital to support the healthcare services provided to. . .

BACK TO NEWS