اطلاعیه!

Website_admin
اطلاعیه

افغاني سره میاشت غواړي پېنځه ډوله د اسلامي امارت او افغاني سرې میاشتې بیرغونه له شرط لیک سره سم د داوطلبۍ له لارې چاپ ته ورکړي.

ټول هغه چاپی شرکتونه او مطبعې، چې په دې برخه کې د فعالیت اجازه لري؛ د تړون په موخه دې خپل غوښتنلیکونه د افغاني سرې میاشتې د لوژیستیک او تدارکاتو ریاست ته وسپاري او خپله دې د د اعلان له خپرېدو وروسته تر څوارلس ورځو مراجعه وکړي، د ګډون د حق پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دې چې نغدې اخیستل کېږي.

پته: کابل، افشار د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر