لوګر؛ ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
شنبه، ۲۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸
افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او د محمدآغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۱ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستې د وېش پر مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور وویل، د راستنو شویو کورنیو سروې په دقیق او شفاف ډول ترسره شوې؛ څو مستحقې کورنۍ په نښه او له هغوی سره نغدي مرسته وشي.
نوموړي زیاته کړه، له دې کورنیو څخه شاوخوا ۸۰۰ یې په تېرو شپږو میاشتو او څه باندې ۲۰۰ه نورې یې په تېر یو کال کې هېواد ته راستنې شوې دي.
دا نغدي مرسته د راستنو شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه ووېشل شوه.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې راستنو شویو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
