کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه
جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.
د دې پروژې له لارې به د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال جوړ شي، چې د پروژې په بشپړېدو سره به د بیداد کلي کرنیزې ځمکې د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه خوندي شي.
د پروژې د تطبیق په لړ کې به ۶۹ تنه کاریګر وګومارل شي، چې په دې سره به د سیمې خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې موخه یې د سېلابونو له امله د خلکو د ځمکو او شتمنیو د زیانمنېدو مخنیوی، د کرنیزو ځمکو ساتنه او د سیمې د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.
افغاني سره میاشت د کار په بدل کې د نغدو پیسو له پروژو سره د زیانمنو او بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ کوي او د طبیعي پېښو د زیانونو په کمولو کې ونډه اخلي.
