کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قطر سرې میاشتې له نوي مشر سره تعارفي کتنه وکړه
شنبه، ۱۵ ربیعالأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له نوي مشر ښاغلي بهاء الدین النجومي سره تعارفي کتنه وکړه.
په دې کتنه کې ښاغلي دلاور د قطر سرې میاشتې نوي مشر ته ښه راغلاست ووایه، نوموړي ته یې د ښو خدمتونو او په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د دواړو ملي ټولنو ترمنځ یې د هر راز همغږۍ او تخنیکي همکاریو ډاډ ورکړ.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس په افغانستان کې د بشري خدمتونو په برخه کې د قطر سرې میاشتې له همکاریو څخه مننه وکړه او د دې ادارې د مخکیني مشر ښاغلي حسین بوتاني د خدمتونو او له افغاني سرې میاشتې سره یې د همغږۍ هڅې هم وستایلې.
له بلې خوا، په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې نوي مشر د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه سره پر تعارفي کتنه خوښي څرګنده کړه او د ګډو بشري فعالیتونو او همکاریو پر دوام او لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي النجومي د افغاني سرې میاشتې له مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن سره هم د یو شمېر تخنیکي موضوعاتو او ګډو بشري فعالیتونو په اړه وکتل، چې په کې اړمنو خلکو ته پر وخت د بشري مرستو رسولو او د ګډو فعالیتونو د همغږۍ په اړه خبرې وشوې.
