کابل استازولۍ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۲۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۴:۷
توزيع مواد غير غذايي در نماينده گي كابل برای ۲۵۰ خانواده نیازمند  با نماينده IBC ترکیه كشور

نن شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب(حوت) میاشتې پر ۱۴ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د ترکیې هېواد  دشین هلال نړیوال خیریه بنسټ له لوري رالېږل شوې غیر خوراکي توکو مرسته د کابل نمایندګۍ په انګړ کې په ۲۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو، چې دوه بستې ژمنۍ البسه په کې شامله وه، د سرې میاشتې استازولۍ د رییس ښاغلي مولوي عبدالله" حماد" د یاد بنسټ رییس ښاغلي لبنت رجب استرک، کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه. د نمایندګۍ رییس د یادې مرستې له کولو مننه وکړه او د لا ډېرو مرستو غوښتنه یې ترې وکړه، چې د اوړند پلاوي له لوري د بشپړې همکارۍ او نورو ورته مرستو ډاډ وکړشو.

توزيع مواد غير غذايي در نماينده گي كابل برای ۲۵۰ خانواده نیازمند  با نماينده IBC ترکیه كشور

 

توزيع مواد غير غذايي در نماينده گي كابل برای ۲۵۰ خانواده نیازمند  با نماينده IBC ترکیه كشور

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۷:۴۱
Background image

هرات کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سروستان په کلي کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS