پکتیکا؛ پر ۳۷ سېلاب ځپلو کورنیو ۲.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول
پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او مټاخان، برمل او سروبي ولسوالیو کې پر ۳۷ سېلاب ځپلو کورنیو ۲.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه مرسته، چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ۷۰.۵ کیلو ګرامه خوراکي توکي ترلاسه کړل.
په دې مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، ۵.۵ کیلو بوره او ۵ کیلو لوبیا شامل وو.
یاده مرسته د سېلابونو له امله د زیانمنو شوو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ پر وخت بشري مرستې ورسوي.
