افغاني سرې میاشتې د کوچني حیدر له کورنۍ سره مرسته وکړه!
افغاني سرې میاشتې پرون د چهارشنبې په ورځ د کب پر ۴مه په زابل ولایت کې څو ورځې وړاندې په څاه کې د وفات شوي ماشوم حیدر له کورنۍ سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
افغاني سرې میاشتې خپله مرسته د کوچني حیدر پلار عبدالولي او د هغه کورنۍ ته په خپل کلي کې وسپارله. په یاده مرسته کې دوه بوجۍ اوړه، د پخلنځي دوه بکسې لوښي، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو مکروني، ۶ کیلو نخود، ۲ کیلو بوره، ۴ لیتره غوړي، د کولچو اوړه، ۶ کمپلې، ۶ واسکټونه، ۶ پړوني، ۴ جوړه ښځينه څپلکې او ۴ جوړه د ماشومانو څپلکې شاملې دي.
