رحمان مېنه کې د افغاني سرې میاشتې اړوند پر ۱۰۲۷۵ متر مربع ځمکه د پانګونې لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
K

یکشنبه، ۵ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور، په حضور کې د دې ادارې اړوند د کابل ولایت د رحمان مېنې پر ۱۰۲۷۵ متر مربع ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته د مرکزي دفتر په ودانۍ کې ترسره شوه.

دغه ناسته چې د تهيې او تدارکاتو آمریت له لوري تنظیم شوې وه، درېیو ودانیزو شرکتونو په کې ګډون کړی و. ټاکل شوې ده چې د داوطلبۍ اسنادو له هر اړخیزې ارزونې او کره کتنې وروسته، د یادې ځمکې د پانګونې قرارداد د نافذه شرایطو له مخې وړ او مستحق شرکت ته ورکړل شي.

افغاني سره میاشت ژمنه ده چې په تدارکاتي چارو کې د روڼتیا، عدالت او حساب ورکونې اصولو ته په پام سره، د اړتیا وړ خدمتونو او پروژو د پلي کولو لپاره اغېزمن او معیاري میکانیزمونه عملي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

د آسیا پاسیفیک ملي ټولنو د اِل نینو پدیدې پر وړاندې پر ګډ چمتووالي خبرې وکړې

سې شنبه، ۷ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل په حضور کې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۴۸
Background image

کابل؛ د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د پېښو، نړیوالو اړیکو، ځوانانو او رضاکارانو، مرستون او روغتیا ریاستونو مسؤولینو ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۴۵
Background image

کابل؛ د پروان نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې لپاره د داوطلبۍ ناسته وشوه

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د پروان ولایتي نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې او رنګمالۍ په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.

یاده ناسته، چې د. . .

BACK TO NEWS