هرات؛ ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۲۲
Hr

شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په ترڅ کې ۱ میلیون او ۱۴ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۳ زره افغانۍ ورکړل شوې، چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله زیانمنې شوې وې. یادو کورنیو تر دې وړاندې د مرستې لومړی قسط هم ترلاسه کړی و، چې پر مټ یې د خپلو کاروبارونو لپاره اړین وسایل او تجهیزات برابر کړي وو.

یادې کورنۍ د مچیو روزنې، خیاطۍ، خامک‌ دوزۍ، ګلدوزۍ، وېلډېنګ، برښنايي کارونو، د یخچالونو او موبایلونو ترمیم، سلمانۍ او نورو حرفوي برخو کې فعالیت کوي.

دغه مرسته د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ترسره شوه، چې موخه یې د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا، د عایداتي سرچینو پیاوړتیا او د زیانمنو کورنیو د معیشتي وضعیت ښه کول دي.

افغاني سره میاشت د معیشتي او اقتصادي پروګرامونو له لارې د اړمنو کورنیو د ځان‌بساینې، عایداتي سرچینو د پیاوړتیا او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره هڅې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ په قلبي روغتون کې ۲۷ رضاکارانو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره ۱۰ زره سي‌ سي وینه ورکړه

شنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، د مرکزي دفتر، ارزان‌ قېمت او خیرخانې مېنې د ښوونیزو مرکزونو ۲۷ رضاکارانو د دې ادارې په قلبي روغتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴
Background image

لوګر؛ ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۲۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او د محمدآغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۱ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

کابل؛ په بېړنیو حالاتو کې د اوبو او روغتیا ساتنې اړوند فعاليتونو په اړه شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ په بېړنیو حالاتو کې د اوبو او روغتیا ساتنې اړوند فعاليتونو په اړه. . .

BACK TO NEWS