کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۲۷
Kb

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه، چې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، ۶۴ تنو روغتیاپالانو پکې ګډون کړی و. ټاکل شوې ده، چې د بشپړ عدالت او روڼتیا له مخې د تحریري ازموینې د پایلو له ارزونې او د تقريري ازموینې له ترسره کېدو وروسته به مخکښ نوماندان په ګوته او پر یاد بست به وګمارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
Background image

پنجشېر؛ ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز او د شتل، رخه، عنابه او حصه اول ولسوالیو ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د مسلکي روزنې لپاره د نړیوال فدراسیون د همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره د سرې مياشتې د ظرفیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS