نورستان؛ ۲۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۲:۰
N

دوشنبه، ۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ ۲۵۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

ياده مرسته د ترکیې سرې میاشتې په ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۷۶ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول. 

په دغو توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، یوه قطۍ رُب، نیم کیلو شین چای او نیم کیلو بسکویټ شامل وو.

تمه ده، دغه مرسته به د یادو کورنیو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ژوند د ستونزو په کمولو کې اغېزمنه تمامه شي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر وخت بشري مرستې ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۹:۶
Background image

کابل؛ د برېښنا تخنیکر د بست له نوماندانو څخه تحریري ازموینه واخیستل شوه

دوشنبه، ۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د برېښنا تخنیکر د بست لپاره د وړ او مسلکي شخص د ګومارنې په موخه له نوماندانو څخه تحریري ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۸:۳۸
Background image

بغلان؛ ۱۰۲ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

دوشنبه، ۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري، مرکزي بغلان او خنجان ولسوالیو کې ۱۰۲ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۸:۲۴
Background image

تخار؛ ۵۰ مېرمنو ته د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو او معیشتي ملاتړ زمینه برابره شوه

دوشنبه، ۱ ذو ‌الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۵۰ مېرمنو ته د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو او معیشتي ملاتړ زمینه برابره شوه، چې د طبیعي پېښو او. . .

BACK TO NEWS