غور؛ ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته ورسول شوه
سېشنبه، ۲۵ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د غور ولایت په مرغاب، چارسدې او الفاروق ولسوالیو کې ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته یو میلیون او ۵۷۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورسول شوه.
دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
تمه ده، دغې مرستې به د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو او د اقتصادي ستونزو په کمولو کې اغېزمنه تمامه شي.
د سېلاب ځپلو کورنیو لاسنیوی او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کول، د افغاني سرې میاشتې له مهمو بشري مسؤولیتونو څخه ګڼل کېږي.
