هرات، بلخ او فاریاب؛ ۲۰ سېلاب ځپلې کورنۍ له بېړنۍ نغدي مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۳۲
B

شنبه، ۲۲ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په کوه زور، ادرسکن، پشتون زرغون او کشک ولسوالیو کې ۱۰ کورنیو، د بلخ ولایت په کشنده، زارې او چارکنت ولسوالیو کې ۷ کورنیو او د فاریاب ولایت په قیصار، ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو کې ۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۶۰۰ زره افغانۍ بېړنۍ نغدي مرسته ورسول شوه.

دغه کورنۍ د وروستیو سېلابونو له امله له ځاني او مالي زیانونو سره مخ شوې وې.

یاده مرسته د چین سره صلیب په مالي ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

دغه نغدي مرسته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د زیانمنو کورنیو د لومړنیو ستونزو د کمولو په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی اساسي اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل؛ د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا. . .

BACK TO NEWS