د افغاني سرې مياشتې مرستيال د بغلان نمايندګۍ فعاليتونه وارزول او پر ښه مديريت يې ټينګار وکړ
جمعه، ۱۴ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې مرستيال، ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، شمال زون ته د خپل سفر په لړ کې د بغلان ولايت له نمايندګۍ څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال، نوموړي د بغلان د نمايندګۍ د فعاليتونو او اداري چارو بهير وارزاوه او د شته ستونزو او اړتياوو په اړه يې له مسؤولينو او کارکوونکو سره هر اړخيزې خبرې وکړې.
ښاغلي مرستيال د نمايندګۍ مسؤولينو ته د چارو پر اغېزمن مديريت او خپلو مسؤوليتونو ته پر جدي پاملرنې ټينګار وکړ او له هغوی يې وغوښتل، چې د چارو د سمون او مؤثريت لپاره منظم او عملي پلانونه ترتيب کړي، څو د طبيعي پېښو پر مهال له زيانمنو هېوادوالو سره پر وخت او اغېزمنه رسېدنه يقيني شي.
نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د نمايندګۍ ستونزو ته به رسېدنه وشي او د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
د مشرتابه دا ډول مستقیمې لیدنې او ارزونې د ستونزو په ژر حل، د خدمتونو په ښهوالي او د ادارې د عمومي کارکردګۍ په لوړولو کې رغنده اغېز لري.
