نورستان؛ برګمټال کې څه باندې ۶ زره د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
سې شنبه، ۱۱ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډې همغږۍ، د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ کې د جګړو له امله څه باندې ۶ زره اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي او روغتیا ساتنې توکو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
د دې لړۍ په لومړۍ ورځ، ددې ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو پر ٢۳۰۰ کورنیو مرستې ووېشل شوې. په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د لاسونو د مینځلو صابونونه شامل و، چې موخه یې د کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کول او د هغوی ستونزې تر يو حده کمول دي.
