کابل؛ یو خیرپال هېوادوال د اړمنو د ملاتړ په موخه افغاني سرې میاشتې ته ۶۱ زره افغانۍ مرسته وسپارله
شنبه، ۸ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو د پراختيا او له اړمنو کورنیو سره د مرستې په موخه، یو خیرپال هېوادوال ښاغلي میر مرتضی ۶۱ زره افغانۍ نغدي مرسته د دې ادارې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ته وسپارله.
د مرستې د سپارلو پر مهال، عمومي رئیس د ياد هېوادوال دا اقدام د ستاینې وړ وباله او ویې ویل چې دا ډول مرستې د اړمنو او زيانمنو خلکو پر وړاندې د خواخوږۍ، ملي احساس او ایماني مسؤولیت څرګندونه کوي. هغه د ښاغلي مرتضی لپاره د الله جل جلاله له دربار څخه د ستر اجر غوښتنه وکړه.
نوموړي همداراز پر نورو شتمنو او خیرپاله هېوادوالو غږ وکړ، څو د یتیمانو، بې وزلو کورنیو او زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره له افغاني سرې میاشتې سره خپلې مرستې شریکې کړي، ترڅو دغه مرستې په شفاف ډول مستحقو او زيانمنو کورنيو ته ورسول شي.
