نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري
پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷
د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.
يادې مرستې د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډه همغږۍ ترسره کېږي.
نن په دوهمه ورځ د کامدېش په اور مړو او کمو سيمو کې ددې ولسوالۍ د بېلابېلو کليو اوسېدونکو ته اوړه، غوړي، دال، مالګه او د لاسو د مينځلو صابونونه ووېشل شوه.
د يادونې وړ ده، چې دا لړۍ د کامدېش او برګمټال ولسواليو د ۱۷ زره اغېزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره پیل شوې، چې تېره ورځ هم ١،٨٠٠ کورنيو ته ورته مرستې ووېشل شوې.
