بغلان کې د اور لګېدنې پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته د بیړنیو توکو مرسته ورکړل شوه
سې شنبه، ۴ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د ګرکرک کلي یوې کورنۍ ته، چې د اور لګېدنې له امله زیانمنه شوې وه، بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.
په مرسته کې یادې کورنۍ ته یوه خېمه، ۵ کمپلې، د پخلنځي د توکو یو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
