پکتیا، لوګر او بدخشان کې ۱۵۲ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو بستې ورکړل شوې
یکشنبه، ۲ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا، لوګر او بدخشان ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۵۲ تنو رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو بستې ورکړل شوې، چې له مخې یې هر رضاکار ته یوه بسته ورکړل شوه.
ټاکل شوې چې دغه توکي به د افغاني سرې میاشتې د عامه پوهاوي د غونډو پر مهال، د رضاکارانو له لوري په سیمه کې پر عامو وګړو وېشل کېږي.
دغه رضاکاران به د عامه پوهاوي له لارې په سیمه کې د روغتیا، حفظ الصحې او وقایوي تدابیرو په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي.
