چین سره صلیب افغاني سرې میاشتې ته د سېلاب ځپلو لپاره سل زره ډالر مرسته وسپارله

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۶
Kabull

سې شنبه، ۲۷ شوال ۱۴۴۷

د چین سره صلیب له لوري افغاني سرې میاشتې ته د سېلاب ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره سل زره امریکایي ډالر نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته په افغانستان کې د چین د مرستیال سفیر ښاغلي باٶ ژو هوی له خوا د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور ته وسپارل شوه.

د مرستې د سپارلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د چین سره صلیب او د دغه هېواد له خلکو مننه وکړه او ویې ویل، چې هغوی تل په سختو حالاتو کې له افغانانو سره مرسته کړې ده. نوموړي ډاډ ورکړ، چې دا مرسته به په شفاف او عادلانه ډول مستحقو کورنیو ته ورسول شي.

 د چین مرستیال سفیر هم ټینګار وکړ، چې هېواد یې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او دا مرسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشري همکاریو د پیاوړتیا برخه ده. هغه زیاته کړه، چې چین به په راتلونکي کې هم د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS