کابل کې د زابل د ۲۷۰ متر مربع ځمکې د پانګونې لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه
شنبه، ۲۴ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند، د زابل ولایت په مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار پرته د ۲۷۰ متر مربع ځمکه د ۱۵ کلنې پانګونې لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.
دغه ناسته د تهیه او تدارکاتو آمریت له خوا تنظیم شوې وه، چې پکې ۵ ودانیزو شرکتونو ګډون کړی و.
د ګډونوالو شرکتونو اسناد به ارزول کېږي او له ارزونې وروسته به د نافذه شرایطو له مخې د یادې ځمکې د پانګونې قرارداد له بریالي شرکت سره لاسلیک شي.
