د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
كابل
د دندې عنوان: نارينه او ښځينه صفاکاران / تنظیف کار
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ١٠
جنسیت: ذکور/اناث
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې مياشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : hr@0240
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۱۰/٢٨
۱۴۰۵/۱/٢٦
2026/15/Apr
د دندې موخه:
د روغتون ټول ځایونه لکه د ناروغانو خونې، د Intensive Care څانګه (ICU)، د عملیاتو تالار (OT)، کلینیکونه، دهلیزونه د اوداسه او نور ځایونه په ورځني ډول پاک ساتل. د روغتون د پالیسیو او د انتان د مخنیوي له معیارونو سره سم، د نظافت، کثافاتو اداره کولو او چاپېریالي پاکوالي ملاتړ کول.
دندې او مسؤولیتونه:
۱. د روغتون د پاکوالي له مهالوېش سره سم، هره ورځ ټاکل شوي ځایونه پاک او ضدعفوني کول، لکه د ناروغانو بستر خونې، ICU، د عملیاتو تالار سره نږدې ځایونه، دهلیزونه، د لاس مینځلو ځایونه، د انتظار او نور ځایونه پاکول.
۲. د ناروغ له انتقال وروسته عملیات خونه، د ICU خونه او نور تعقیم شوي ځایونه د انتان مخنیوي د مسؤولینو له لارښوونو سره سم په عفوني ضد موادو پاکول.
۳. د روغتون کثافات راټولول او خوندي ځای ته لېږدول.
۴. د ناروغانو بسترونه، ویلچیرونه، فرنیچر، وسایل او هغه ځایونه چې لاس ورباندې لګېدلی وي، پاک او عفوني ضد موادو باندې پاکول. د پاکوالي پر مهال د وسایلو ساتنه کول او د خطر پر مهال اړوند مسؤول خبرول.
۵. د کالیو مینځلو له څانګې سره مرسته کول، ناولي کالي راټولول او له مینځلو وروسته بېرته خپل ځای ته لېږدول.
۶. د اوبو خونې، د لاس مینځلو او نور ځایونه پاک ساتل او هلته د صابون، عفوني ضد موادو، نسج (tissue) او پاکوالي اړوند توکو له شتون څخه ډاډ ترلاسه کول.
۷. د انتان مخنیوي، شخصي پاکوالي او خوندیتوب اصول رعایت کول، لکه لاسونه مینځل، د روغتیا ساتنې وسایل (PPE) اغوستل، د کیمیاوي موادو خوندي استعمال او له پاکو ځایونو څخه ککړ توکي لرې کول.
۸. که چیرې کومه تویېدنه (مایع) وینه یا د بدن نور مايعات، مات شوي توکي، خطرناک حالت، د تجهیزاتو خرابوالی یا غیرمعمولي بوی وګورئ، سمدلاسه خپل مشر ته خبر ورکړئ او د روغتون د مقرراتو سره سم عمل وکړئ.
۹. د پاکوالي څانګې او د انتان مخنیوي ټیم سره د پلټنې، معایناتو، د وبا د کنټرول اقداماتو او بیړني پاکوالي پر مهال مرسته کول.
۱۰. د روغتون د مسؤولینو له لوري د پاکوالي اړوند نورو دندو په اړه د هغوی لارښوونې عملي کول؛ څو روغتون خوندي، پاک او ښه وساتل شي.
اړینې وړتیاوې او اسناد:
هغه څه چې شتون یې حتمي دی:
• کم تر کمه له دولسم ټولګي څخه د فراغت سند درلودل.
• په روغتون کې د پاکوالي (صفاکارۍ) برخه کې کاري تجربه درلودل.
• د انتان د مخنیوي لارښوونو، د پاکوالي مهالوېش او د مشرانو د حکمونو د پوهېدو او تعقیب وړتیا درلودل.
لاندې برخه کې تجربه لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي:
• په لوی روغتون، جراحي روغتون یا د ماشومانو روغتون کې د کارکولو تجربه درلودل.
• د روغتون د انتان مخنیوي معیارونو، د کثافاتو جلا کولو او بشپړ پاکوالي (Terminal Cleaning) سره بلدتیا درلودل.
• په دري او پښتو ژبه د خبرو کولو مهارت درلودل.
لږ تر لږه تجربه:
• لږ تر لږه ۲ کاله په روغتون یا کلینیکي ځای کې د پاکوالي اړونده تجربه درلودل.
• که چیرې دا تجربه د عملیاتو تالار (OT)، د ICU، د پروسیجر ځایونو یا تعقیم شویو سیمو کې وي، نو ډېر غوره دی.
نورې وړتیاوې:
• باید په جسمي توګه جوړ اوسئ، او د اړتیا پر مهال بار پورته کولو او په شفټونو کې د کار کولو وړتیا په شمول د شپې، جمعې او اختر په ورځو کې په روغتون کې پاتې کېدو ته چمتووالی درلودل.
• د روغتون یونیفورم، د روغتیا ساتنې وسایلو (PPE) او د کار خوندیتوب اساسي اصولو ته پاپند اوسېدل.
• باید باوري، محترم او د ټیم سره کار کولو وړ اوسئ.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.