د هرات په کوه زور کې د سېلابونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۹:۱۸
K

یکشنبه، ۱۸ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د کوه زور ولسوالۍ د درمبید په سیمه کې د سختو ورښتونو له امله یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره د بشري خواخوږۍ په موخه نغدي مرسته ترسره شوه.

په مرسته کې یادې کورنۍ ته، چې د وروستیو سېلابونو له امله یې ځاني او مالي زیانونه لیدلي وو، ۳۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

همدارنګه، تېره ورځ د همدې ولایت په فارسي ولسوالۍ کې هم پر دوو سېلاب ځپلو کورنیو نغدي او غیرخوراکي مرستې وېشل شوې وې.

افغاني سره میاشت د هېواد په کچه له طبیعي پېښو زیانمنو سره د مرستو بهیر ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۳:۱۵
Background image

کونړ؛ د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

سې شنبه، ۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د وروستۍ بمبارۍ د دوو قربانیانو له کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بمبارۍ له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۲:۴۶
Background image

جوزجان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۸ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په مصر آباد کلي کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته بېړنۍ مرسته ورکړل شوه.

په دې مرسته. . .

BACK TO NEWS