پروان کې د ورښتونو له امله زیانمنو کورنیو ته د سرپناه او لومړنیو توکو مرسته ورکړل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۸:۴۷
P

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت د سرخ‌ پاسا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وروستیو ورښتونو له امله له دوو زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ غير خوراکي مرسته ترسره کړه، چې هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۱ ترپال او ۱ د پخلنځي د توکو سیټ ورکړل شو.

همدارنګه، له یادو کورنیو څخه یوې کورنۍ ته، چې د یادې پېښې له امله یې ځاني او مالي زیانونه لیدلي وو، ۳۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم وشوه.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو د لاسنیوي او ملاتړ لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۸:۱
Background image

خوست؛ د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د زرغون وطن جام اتلولي وګټله

دوشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د خوست ولایت د زرغون وطن والیبال جام سیالیو کې د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې په غوره لوبو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

دغه ټورنمنټ، چې د شپږو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۸
Background image

بغلان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۱۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

BACK TO NEWS