د کابل ښار په دشتې برچي سیمه کې له زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۴
K

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار په دشتې برچي سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د تېرې شپې زلزلې پر مهال یې ۳ تنو غړو څاه ته د لوېدلو له امله ژوند له لاسه ورکړی و، سل زره (۱۰۰۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه. 

د یادې نغدي مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د زیانمنې شوې کورنۍ سرپرست ته تسلیت ووایه، نغدي مرسته یې ورسره وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې افغاني سره میاشت به یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ ګوسفندرې سیمې ته هم یو پلاوی واستاوه؛ څو هلته د زلزلې له امله د ۸ تنو وژل شوو هېوادوالو د تدفین په چارو کې ګډون وکړي، ستونزې او اړتیاوې یې وارزوي او کورنۍ سره یې ژوره خواخوږي او تسلیت شريک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS