فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
فراه روغتون

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د فراه ولایت والي ښاغلي ملا محمد حافظ مجاهد، د لویدیځ زون او د اړونده نمایندګیو رئیسانو او یو شمېر نورو ولایتي چارواکو ګډون درلود.

ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې وویل: یاده ودانۍ د بیت المال شتمني ده او د هغې ساتنه او سم کارول جدي پاملرنې ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه، چې د دې ودانۍ جوړولو موخه یوازې اداري اړتیاوو پوره کول نه دي، بلکې د زیانمنو خلکو لپاره به د خدماتو د کیفیت لوړولو او د بشري مرستو په چټک او اغېزمن رسولو کې مهم رول ولوبوي.

ورپسې د فراه والي هم د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دې ولایت خلکو ته دې لا زیاته پاملرنه وشي او د مرستو کچه دې پراخه شي.

د یادونې وړ ده، چې یاده څلور پوړیزه ودانۍ د ۱۰ میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده او ټولیز لګښت پرې ۱۹،۲۶۶،۰۸۹ میلیونه افغانۍ راغلی دی.

د دې ودانۍ د پرانیستې موخه دا ده، چې هېوادوالو ته بشري خدمتونه په منظم او مؤثر ډول وړاندې شي او مرستې په سمه توګه ورته ورسول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۸:۳
Background image

پکتیکا؛ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشلې.

دا مرسته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او انساني همدردۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۷:۴۷
Background image

هلمند کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په فشاري برمې سیمه کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړني ملاتړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس. . .

BACK TO NEWS