ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۷
ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د افغاني سرې میاشتې د شمال زون رئیس ملا محمد حنیف خالد، د ازبکستان د سرخان‌دریا والي الوغ بېګ قاسموف، په افغانستان کې د ازبکستان سفیر آته بېګ سلیمانوف او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.
د بلخ مرستیال والي ازبکستان هغه هېواد وباله چې تل یې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو پر مهال له افغانستان سره مرستې کړې دي. نوموړي وویل، دا ډول همکارۍ د افغان ولس لپاره ارزښتمنې دي.
ورپسې د ازبکستان سفیر وویل چې هېواد یې هڅه کوي خپلې بشري مرستې په وخت د افغانستان اړمنو خلکو ته ورسوي، څو له طبیعي او غیر طبیعي پېښو اغېزمنې کورنۍ پر وخت ملاتړ ترلاسه کړي.
دغه راز، د افغاني سرې میاشتې د شمال زون رئیس د ازبکستان د دوامداره مرستو قدرداني او ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: چې دغه مرسته به د یوې شفافې پروسې له مخې پر مستحقو، اړمنو او پېښځپلو هېوادوالو ووېشل شي.
هغه ټینګار وکړ: چې افغاني سره میاشت هڅه کوي بشري مرستې د خلکو اړتیاوو ته په کتو په عادلانه ډول ووېشي.
په مرسته کې اوړه، غوړي، وريژې، بوره، آش، مکروني، د پخې غوښې کانسرو، د اوبو بوشکې، شیدې او بیسکوېټ شامل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS